IQNA

د غزې په  ملاتړ کې د مصر د قرآن  سیالۍ کونکو  لاریون وکړا

8:34 - February 04, 2024
د خبر لمبر: 3488667
ایکنا-د مصر د ؛پورت سعید ؛ د قرآن د حفظ او دینی مداحانو د نړیوالې سیالۍ په اوم پړاؤ کې  ګډون کونکو د غزې دمظلومو خلکو په ملاتړ کې لاریون وکړ.

ایکنانیوز د القاهره ۲۴خبری سایټ له قوله راپورراکړ،  د مصر د ؛پورت سعید؛ قرآن نړیوالو سیالیو  په اوم پړاؤ کې  ګډون کونکو قاضیانو او سیالۍ کونکو  د پورت سعید ښار په الشاطي جومات  کې  له لمانځه وروسته د دغه ښآر د جولائي ۲۳  سړک کې  تر؛ الشهدا ؛ چوک پورې  دغزې د مظلومو خلکو په ملاتړ کې  لاریون وکړ ا  ددغې سیمې له مظلومو خلکو سره ئې خپل پیوستون اعلان کړ.

 ددغو سیالیو  اجرائي مدیر او څارونکي عادل مصیلحي  په دې باب ووئيل، ددغه لاریون هدف ،  نړیوالو ته دا پیغام رسول دي چې  باید وژلې او ویجاړیدا دې ودرول شي او د غزې تړانګې پشمول په درستې نړۍ کې سوله خوره وره شي.

په دغه لاریون کې  حاضر سیالۍ کونکو همداراز مصر ، دمختلفو دینونو ټاټوبی او د تمدنونوځانګو وبلله او ټينګار ئې وکړو، چې دوي له مختلفو هیوادونو  څخه  د قرآن د بیرغ او د رسول لله بزرګوار(ص) د نامې د لوړتیا په موخې سره  په دغو سیالیو کې حاضر شوي دي

د مصر د دینی مداحیو اوقرآن نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ پرانیستونکي دستورې ، د تیرې جمعې په ورځې د مصر دلومړي وزیر مصطفی مدبولي  او د پورت سعید د واليد لوړې کمیټې د مشر عادل الغضیان په ملاتړ   تیرسره کیږي او دالازهر استاد احمد عمر هاشم  او د مصر داوقافو وزیر محمد مختار جمعه  او د مصر د ولسمشر سلاکار اسامه الازهري ، د قاضیانو د کمیټې غړي او سیالۍ کونکو په دغو دستورو کې شتون درلود.

https://iqna.ir/fa/news/4197511

captcha